Kabulافغانستانامنیتپښتو

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره د خبرو… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-28 05:28:40🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال مارکو روبیو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی دی. رویټرز راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان نن (دوشنبه) امریکا ته سفر کړی دی. په همدې حال کې، د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دواړه لوري به په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ د مهمو تحولاتو په اړه خبرې وکړي. رویټرز راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په روانه میاشت کې له امریکا څخه له حوثیانو سره د مبارزې لپاره د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو واشنګټن له بریدونو سره موافقه ونه کړه او پر ځای یې د استخباراتي معلوماتو شریکولو او د اهدافو په ټاکلو کې د ملاتړ موافقه کړې ده.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-28 05:28:40

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-28 09:57:02

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button