کرېکټ: هند پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو جوړولو وار… — Bbc
د افغانستان او هند تر منځ د لومړي شل اوريزې لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د دواړو هېوادونو تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب په ډيلي کې ترسره کېږي. د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نايب، محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمان، نور احمد او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي. بل پلو د هند له لوري به سنجو سمسن، ابيشېک شرما، اېشان کېشن، شرېيس اير، تېلک ورما، نېتېش کومار رېډي، شېوم ډوبې، اکشر پټېل، ارشديپ سېنګ، جسپريت بومرا او ورون چرکرورتي لوبېږي. د هند تر څنګ افغانستان هم د شل اوريزو سياليو تکړه لوبغاړي لري چې د هند غوره ليګ په ګډون د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې د لوبېدو له کبله د پراخې تجربې خاوندان دي. د سپېن يا ورو توپ اچونې برخه یې د نړۍ په کچه خورا پياوړې ده چې د هند لپاره سرخوږی جوړولی شي. خو که دواړو لوبډلو او د هغوی تاريخ ته وکتل شي، هند د کرېکټ اوږد تاریخ لري او څو ځله یې نړيوال جامونه هم ګټلې دي، بل پلو د افغانستان کرېکټ نوی د راغوړېدو په حال کې دی او په دې وروستيو کې یې په نړيواله کچه د ډېرو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
کرېکټ: هند پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو جوړولو وار ورکړ – BBC News پښتو
منابع
External sources
کرېکټ: هند پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د منډو جوړولو وار ورکړ – BBC News پښتو