Summary: د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د ۱۸ کیلومتره په اوږدوالي او ۶ متره پلنوالي یو نوی سړک جوړ شوی دی. سرچینې باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې یاد سړک د ۲۰۹ الفتح قول اردو د څلورمې معاذ بن جبل لوا د قوماندانۍ د طرحې له مخې، د همدې لوا په ماشینرۍ او د سیمې اوسېدونکو په همکارۍ جوړ شوی دی.د مسوولینو په وینا، دغه سړک د صیاد ولسوالۍ تلبلاق او خواجه لمتو کلي سره نښلوي، چې په بشپړېدو سره به یې د موټرو تګ راتګ اسانه او تر یوه بریده ښه شي.د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بیاواکمنېدو سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ روانې دي او پرمټ یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
Quick facts
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-23 08:13:08
Timeline
-
Bakhtar
سرپل کې د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-07-23 07:37:42
سرپل کې د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې