AfghanistanHealthKabul

د نجونو له ګډون پرته؛ طالبانو په ننګرهار کې د ۵زره نارینه فارغانو… — AF International

په داسې حال کې چې طالبانو لاهم پر ښځو د کار او زده‌کړو محدودیتونه لګولي، د ننګرهار لپاره د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د ازموینو ملي ادارې د روغتیايي علومو له ۵زره نارینه فارغانو د اګزېت ازموینه اخیستې ده. د طالبانو د امر له مخې؛ په ټولو پوځي او ملکي ادارو کې د ځیرکو ټېلیفونونو کارول بند شوي دي. طالبان خبرداری ورکوي، که څوک ځیرک ټېلیفون وکاروي، نو ترې ضبط او په عام محضر کې به له‌منځه یوړل شي او سرغړونکي به له قانوني سزا سره مخ شي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تراوسه د یادې پرېکړې د پایلو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو د پنجشېر لپاره د طالبانو والي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه بندیز د یاد ولایت په ټولو ادارو کې بې‌استثنا عملي شوی دی. یو دولتي کارکوونکي رویټرز ته ویلي: «د یادې پرېکړې اغېز تر دې حده رسېدلی، چې ډېری اداري پروسې عملا درېدلې؛ ځکه تر دې مخکې د رسمي اړیکو او همغږۍ لویه برخه د موبایل له لارې ترسره کېده». یو بل دولتي کارکوونکي هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدیل امکاناتو نشتوالی ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. د هغه په وینا؛ «په افغانستان کې منظم او اغېزمن پوستي سیستم نه‌شته او د کابل او ولایتونو ترمنځ ډېری اړیکې د موبایل له لارې ترسره کېدې». په کابل کې د…

Sources

  • AF International2026-06-26 09:06:20
    د نجونو له ګډون پرته؛ طالبانو په ننګرهار کې د ۵زره نارینه فارغانو د اګزېت ازموینه واخیسته
    Original link

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button