Summary: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د روسیې څلورو شرکتونو له مسئولینو سره په کتنه کې؛ له حرارتي، ګاز او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید او په افغانستان کې د شته تولیدي فابریکو د سیسټمونو بدلون او بیارغونې په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ملا همکار په افغانستان کې د برېښنا تولید او تولیدي فابریکو د بیارغونې او سیسټمونو د عصري کولو اړوندو برخو کې د پانګونې شته اسانتیاوې د دوه اړخیزه ګټو لپاره مهمې بللې او ډاډ یې رکړی چې د افغانستان برېښنا شرکت ټولو پانګه والو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. د روسي شرکتونو مسوولینو هم له ډبرو سکرو څخه په عصري سیسټم د ګاز، برېښنا، تودوخې تولید او د حرارتي برېښنا تولید فابریکو اساسي بیارغونه او د ظرفیت لوړول او د فابریکو لپاره د ټوربینونو نوي نصب او د پرزو تولید برخو اړوند معلومات شریک کړي او په افغانستان کې يې د برېښنا تولید د فابریکو پر جوړولو او بیارغونې په برخه کې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د کتنې پای کې، هوکړه شوې چې روسي پانګه وال به د پانګونې راجلبولو او ملاتړ ریاست سره د ګډو ناستو ترڅنګ؛ د برېښنا د تولیدي فابریکو د تخنیکي مطالعاتو په موخه خپلې لومړنۍ ارزونې پیل کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
روسي پانګه وال غواړي په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي
Sources
Afghan sources
روسي پانګه وال غواړي په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي