د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل — Pajhwok
کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نن او سبا لپاره د نسبتاً سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته. یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د چنګاښ میاشتې له ۵مې تر ۶مې نېټې پورې د پنځو آمو، کابل او اړوندو سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او له امله یې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. سرچینې زیاته کړې چې په بامیان، بغلان، تخار، بدخشان، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګو، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو او د اړوندو سیندونو په مسیرونو کې د سېلابونو د راوتلو او د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال موجود دی. وزارت له یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلابونو او د اوبو د زیاتوالي پر مهال د سیندونو غاړو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او که سېلاب راووځي یا د اوبو کچه لوړه شي، د ښکته سیمو اوسېدونکي ژر تر ژره خبر کړي، څو د احتمالي ځاني زیانونو مخه ونیول شي.
Sources
- Pajhwok — 2026-06-26 09:25:42
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل
Original link