Summary: د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندوانو د کرکیلې ساحه د تېر کال په پرتله نږدې ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. د پلعلم ښار د غیرت اباد سیمې بزګرلعل ګل کوچي د څاڅکي اوبولګولو سیستم د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لامل وباله او ویې ویل چې پخوا به یې له یو جریب ځمکې شاوخوا ۹۰۰ منه هندواڼې ترلاسه کولې، خو سږ کال تمه لري چې دا اندازه نږدې دوه زره منو ته ورسېږي. نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. په ورته وخت کې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر انجینر نصیرالدین بهیج باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې سږ کال په ټول ولایت کې پر شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي، چې د تېر کال په پرتله د کرکیلې ساحه شاوخوا ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. د نوموړي په وینا، د بزګرانو لېوالتیا، د څاڅکي اوبولګولو سیسټم کارول، مناسب بازار او اقتصادي ګټه د کرکیلې د پراخېدو اساسي عوامل دي. هغه زیاته کړه، چې د تېر کال په پرتله د هندواڼو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د یادونې وړ ده، چې تېر کال په لوګر ولایت کې له کرل شوې ځمکې څخه نږدې ۱۵ زره ۵۰۰ مټریک ټنه هندواڼې ترلاسه شوې وې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
لوګر کې سږ کال د هندواڼو د کرکیلې ساحه نږدې ۲۵ سلنه زیاته شوې
سرچینې
Afghan sources
لوګر کې سږ کال د هندواڼو د کرکیلې ساحه نږدې ۲۵ سلنه زیاته شوې