AfghanistanEconomy

د وړ کسانو ګومارنه؛ د اسلامي امارت د بریالي مدیریت مهم اصل دی — Bakhtar

DevelopingEconomy1 sourcesUpdated 2026-06-27 10:59:49

Summary: تبصره: د هر نظام د بریا او دوام تر شا یو له مهمو عواملو څخه د چارو سم مدیریت او مسوولیتونو ته د وړ کسانو ټاکل دي. هغه حکومت چې د امانت، وړتیا او مسوولیت‌ پالنې پر بنسټ دندې وېشي، کولای شي ادارې منظمې، خدمتونه اغېزمن او د خلکو باور پیاوړی وساتي.الحمدلله اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هڅه کړې چې په ادارو کې د مسوولیتونو د سپارلو پر مهال د اشخاصو وړتیا، تجربه، دیني ژمنتیا او امانتداري په پام کې ونیسي.د همدې پالیسۍ له امله د ادارو په فعالیتونو کې د نظم، حساب ورکونې او مسوولیت احساس لا پیاوړی شوی او د چارو د چټکتیا لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.کله چې وړ کس ته مسوولیت وسپارل شي، هغه د خپلې دندې د ارزښت احساس کوي، پرېکړې یې پر اصولو ولاړې وي او د خلکو ستونزو ته د حل موندلو لپاره هڅې کوي.همدا ډول مدیریت د ادارو اعتبار لوړوي او د پرمختګ لپاره زمینه برابروي.تاریخ دا هم ښودلې، ځینې نظامونه، چې د وړتیا پر ځای یې شخصي اړیکو، سلیقو او نورو غیر مسلکي معیارونو ته لومړیتوب ورکړی، د وخت په تېرېدو له اداري ګډوډۍ، کمزورې رهبرۍ او د خلکو د باور له کمېدو سره مخ شوي دي.د داسې کړنلارو پایله تل د نظامونو پر ثبات او دوام منفي اغېز کړی دی.اسلامي امارت هڅه کوي، چې د همدې تجربو له تکرار څخه مخنیوی وکړي او د ادارو د پیاوړتیا لپاره د مسوولیتونو په سپارلو کې د وړتیا اصل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.دا چاره نه یوازې د دولتي چارو د ښه مدیریت سبب کېږي، بلکې د خلکو او حکومت ترمنځ د باور فضا هم نوره غښتلې کوي.د هېواد د رغونې، اقتصادي ودې او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو لپاره یوازې قوانین او تشکیلات بسنه نه کوي؛ اصلي اړتیا دا ده چې هر مسوول په خپل ځای کې د خپلې دندې وړتیا ولري.همدا اصل د سالمې ادارې او بریالي مدیریت بنسټ جوړوي.نن چې اسلامي امارت د ادارو د اصلاح، د خدمتونو د ښه والي او د چارو د منظمېدو لپاره هڅې کوي، د دې تر شا یو مهم اصل وړ شخص ته د کار سپارل دي.هر څومره چې دغه اصل په عمل کې پیاوړی شي، هماغومره به د ادارو اغېزمنتیا او د خلکو رضایت هم زیات شي.په ټوله کې، د وړ، امانتدارو او مسئولیت‌ پالو اشخاصو ګومارنه د هر نظام د پرمختګ، ثبات او دوام لپاره بنسټیز ارزښت لري.اسلامي امارت د همدې اصل په پلي کولو سره د اغېزمنې ادارې او منظمې حکومتولۍ د پیاوړتیا هڅه کوي او دا تګلاره کولای شي د هېواد د اوږد مهاله ثبات او پرمختګ لپاره لا ډېرې مثبتې پایلې ولري.

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Last update2026-06-27 10:59:49

Timeline

  1. Bakhtar

    د وړ کسانو ګومارنه؛ د اسلامي امارت د بریالي مدیریت مهم اصل دی

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-27 10:57:02

د وړ کسانو ګومارنه؛ د اسلامي امارت د بریالي مدیریت مهم اصل دی

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button