Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین مهاجر فراهي پنجشېر کې د فرهنګي مبارزینو په سیمینار کې ویلي:«رسنۍ دې د منفي تبلیغاتو د مخنیوي په برخه کې فعال رول ادا کړي». د هغه په وینا، رسنۍ دې کره معلومات خپاره او د خلکو د یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې دې هڅې ګړندۍ کړي.دغه سیمینار چې د یاد وزارت د خپرونو معینیت له لوري د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه وړاندې شو، چې پکې ګڼ شمېر قلموالو مبارزینو، د رسنیو مسوولینو او ادیبانو ګډون کړی و.د سیمینار ګډونوالو ته د یاد وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، رسنۍ ټولنې ته د عامه پوهاوي د ورکړې مسوولیت په غاړه لري او زیاته کړې ده، چې دوی باید د خبر په خپرولو کې کره والي ته زیات پام وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
مهاجر فراهي: رسنۍ دې د منفي د تبلیغاتو د مخنیوي په برخه کې فعال رول ادا کړي
منابع
Afghan sources
مهاجر فراهي: رسنۍ دې د منفي د تبلیغاتو د مخنیوي په برخه کې فعال رول ادا کړي