د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي مسولینو یې په هرات، کونړ او کابل ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د غلا، چاودیدونکو توکو د لېږد او د نشه یې توکو د تولید په تور ۱۳ کسان نیولي دي. ریچارډ بېنېټ د جمعې په ورځ (د تلې ۳مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په زیاتېدونکي ډول د «جنسیتي اپارتاید» په توګه توصیف کېدای شي او نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت په همدې نوم په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړه، چې افغان ښځې د دې موضوع د مطرح کولو په لومړۍ کرښه کې دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی غږ واوري. هغه «جنسیتي اپارتاید» د «جنسیت پر بنسټ د بنسټیز شوي تبعیض، بېلتون، واکمنۍ او ځپنې نظام» وباله او ویې ویل، د دې اصطلاح کارول باید له همدا اوس څخه پیل شي؛ په ورته وخت کې د دې اصطلاح د قانوني کېدو او په رسمیت پېژندلو هڅې هم باید روانې وي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې کړنې یو شان نهوې. د هغه په وینا، د سرغړونو د ثبت او حساب ورکونې په برخه کې یو شمېر پرمختګونه شوي، خو که د بریا معیار د افغانانو، په ځانګړي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبان وایي درېیو ولایتونو کې یې ۱۳تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي
منابع
Afghan sources
طالبان وایي درېیو ولایتونو کې یې ۱۳تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي