د کابل د کارته نو سیمې په طلايي ښارګوټي کې د طالبانو د پولیسو د یوه قوماندان په کور کې د شپې تر درې نیمو بجو د موسیقۍ محفل روان و. د رباب او تبلې غږونه له هارمونیې سره یوځای کېدل او سندرغاړي د ګډونوالو په غوښتنه سندرې ویلې. د راپور له مخې، که څه هم طالبان په دې اړه کوم رسمي فرمان نه دی خپور کړی، خو ښځو او ډاکټرانو ګارډین ته ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري دا محدودیتونه عملي کېږي او نارینه ډاکټرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو درملنه ونه کړي.د هرات اوسېدونکې ۳۷ کلنه فریده ویلي، چې د غاښونو د شدید درد له امله یوې کلینیک ته ورغله او ډاکټرانو ورته د څو خرابو غاښونو د ایستلو او نوي درملنې سپارښتنه وکړه.هغې ویلي، چې د درملنې لګښت یې مخکې له مخکې ورکړی و، خو کله چې د درملنې وروستي پړاو ته ورسېده، کلینیک ورته وویل چې نور یې درملنه نه شي کېدای.فریده ګارډین ته ویلي چې د کلینیک کارکوونکو ورته ویلي: «د امر بالمعروف وزارت امر کړی چې نارینه د غاښونو ډاکټران نورې ښځینه ناروغانې نه شي درملنه کولی.»د راپور له مخې، له هغې پېښې درې میاشتې تېرې شوې، خو د فریدې درملنه لا هم نیمګړې پاتې ده.یو جراح چې ګارډین د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
یوه حرامه، بله حلاله؛ د طالبانو تر واک لاندې د موسیقۍ دوه څېرې
Sources
Afghan sources
یوه حرامه، بله حلاله؛ د طالبانو تر واک لاندې د موسیقۍ دوه څېرې