Kabulافغانستانامنیتپښتو

بلوچستان کې د بس او ټانکر د ټکر له امله ۱۰ کسان مړه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-19 10:29:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د بلوچستان په ګوادر کې د یوه مسافر وړونکي بس او ګازو لېږدوونکي ټانکر د ټکر له امله لس کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان جنګ ورځپاڼې نن د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه د ګوادر د اورماړې سیمې اړوند د مکران پر ساحلي لویه لار رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې په پېښه کې لس کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د اورماړې د پولیسو مرستیال مشر ویلي چې له ټکر وروسته دواړو موټرو اور اخیستی دی. بلخوا، دنیا نیوز د ساحلي لویې لارې د پولیسو د مشر محمد اسلم بنګلزي په حواله ویلي چې پېښه د اورماړې په بسول سیمه کې رامنځته شوې او مسافر وړونکی بس له تربت څخه کراچۍ ته روان و. د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، په پېښه کې ځینې مسافر سوځېدلي هم دي. تر اوسه د دغې ترافیکي پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-19 10:29:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    بلوچستان کې د بس او ټانکر د ټکر له امله ۱۰ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-19 14:58:24

بلوچستان کې د بس او ټانکر د ټکر له امله ۱۰ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button