افغانستانامنیتدری

ملګري ملتونه: تر ۱۹ میلیونو زیات افغانان په راروان ژمي کې له سختې… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-20 23:02:19🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې په راروان ژمي کې به شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې او ۴ میلیونه ماشومان شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام بیا ویلي، چې د ښو حاصلاتو سره سره بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د خلکو د پېر ځواک کم کړی دی. مریم المسند دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د اکتوبر له ۲۰مې تر ۲۱مې پورې په دوحه کې جوړېږي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له قوله ویل شوي، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېرې دوامدارې نړیوالې همکارۍ، روښانه لومړیتوبونو او عملي همغږۍ ته اړتیا لري. هغې ویلي، دوحه تل پر دې باور ده چې پېچلې او ستونزمنې مسئلې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړې د دوحې مذاکراتو ته په اشارې ویلي، چې قطر د خبرو اترو او مخکینۍ ډیپلوماسۍ پر بنسټ د سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کوي. قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول هم لوبوي. دغه هېواد د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې د بهیر کوربه‌توب هم کوي. د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې ویلي، چې د دوحې بهیر له…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-20 23:02:19

خط زمانی

  1. AF International

    ملګري ملتونه: تر ۱۹ میلیونو زیات افغانان په راروان ژمي کې له سختې لوږې سره مخ دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-20 21:20:44

ملګري ملتونه: تر ۱۹ میلیونو زیات افغانان په راروان ژمي کې له سختې لوږې سره مخ دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button