د لړم په اتمه د جمعې په ورځ ماسپښین مهال د مزارشریف ښار کې د باختر ځمکتلی مارکېټ د سرو لمبو خوراک شو، او ترخو لوګیو یې فضا توره کړې وه، چې په ترڅ کې یې ۱۳۶ دوکانونه په بشپړ ډول سوځېدلي او د هغو مالکان له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي. په دغه ناورین کې اور د مارکېټ ټولو برخو ته و غځېده او ټولې هټۍ او سوداګریز توکي یې لو لپه کړل.
Quick facts
Locationمزار
TopicNews
Sources1
Updated2026-11-04 21:07:26
Timeline
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د ۱۳ لړم – د ۷ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون