Summary: د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد تفریحي پارک هوټل د دویم پوړ د جوړولو چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رئیس مولوي محمدطیب او یو شمېر سیمهییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رئیس مولوي محمدطیب باختر اژانس ته وویل، چې په دغه هوټل کې به ۱۷ ويآیپي خونې، د ودونو تالار، جومات او اړوندې اسانتیاوې جوړې شي، چې چارې به یې د ۸ میلیونه ۳۱۵ زره افغانیو په لګښت په ۱۶ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.نوموړي د ګرځندوی د بنسټیزو تاسیساتو پر پراختیا او سیلانیانو ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ورته تاسیساتو جوړول د ګرځندوی د ودې او د کاپیسا د طبیعي او تاریخي جاذبو په معرفي کولو کې اغېزمن دي.په همدې حال کې، د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریمالله وثیق وویل، چې د دغه هوټل د پروژې د جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ځانګړې شوې دي.د یادونې وړ ده، چې د دغه هوټل لومړی پوړ تېر کال د ۱۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی و او د دویم پوړ له بشپړېدو سره به په کاپیسا کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د استوګنې او منلو ظرفیت لوړ شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کاپیسا کې د صیاد تفریحي پارک هوټل د دویم پوړ د جوړولو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
کاپیسا کې د صیاد تفریحي پارک هوټل د دویم پوړ د جوړولو چارې پیل شوې