EconomyKabulافغانستاندری

سوریې او سعودي عربستان د دفاعي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-05 04:47:15🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – سوریې او سعودي عربستان د دفاعي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی او د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د سوریې له مالیې وزارت سره د سوریې د بیارغونې لپاره د ۴۰۳ میلیون ډالرو په ارزښت د پورونو برابرولو هوکړه کړې ده. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه هوکړه‌لیک تېره ورځ (چهارشنبه) په ریاض کې د سوریې د ولسمشر احمد شرع او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ د همکاریو دغه هوکړه‌لیک د یاد سفر تر ټولو مهمه هوکړه بللې؛ خو د هغې د محتوا په اړه یې جزئیات نه دي خپاره کړي. دغه هوکړه په داسې حال کې شوې چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني څو ورځې مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد حکومت د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ ګډ دفاعي تړون کې د ګډون موضوع څېړي. د راپور له مخې، سعودي عربستان په یمن کې له حوثیانو سره د جګړې له سختېدو وروسته، د امریکا متحده ایالتونو او د اروپا او منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې ده. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې احمد شرع او محمد بن سلمان په خپله لیدنه کې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو تحولاتو، د سیمې پر…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-05 04:47:15

خط زمانی

  1. Pajhwok

    سوریې او سعودي عربستان د دفاعي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-05 09:14:08

سوریې او سعودي عربستان د دفاعي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button