خو د طالبانو حکومت کې د احصائیې او معلوماتو مرکزي اداره بیا وايي، د ۱۴۰۵لمریزکال د نفوسو اټکل یې تر سره کړ چې له مخې یې سږ کال په افغانستان کې ۳۷ اعشاریه ۲ میلیونه وګړي ژوند کوي. د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع بي بي سي ته وویل، د اټکل له مخې، د افغانستان د نفوسو نژدې ۴۹ سلنه ښځینه او ۵۱ سلنه نارینه جوړوي. یاده اداره زیاتوي، د افغانستان نژدې ۷۰ سلنه وګړي په کلیو کې ژوند کوي، چې شمېر یې نژدې ۲۶ میلیونو ته رسېږي. د دغې ادارې په وینا د افغانستان د نفوس ۲۶ سلنه په ښارونو کې اوسېږي چې شمېر یې ۹ اعشاریه ۸ میليونو ته رسېږي. د احصائیې او معلوماتو مرکزي اداره، د هېواد د ۳۴ ولایتونو تر ټولو ډېر نفوس په کابل کې اوسېږي، چې شمېر یې ۶ اعشاریه ۴ میلیونه ته رسېږي او دویم ګڼ نفوسی ښار هرات دی چې نژدې ۴ اعشاریه ۲ میلیون کسان پکې ژوند کوي. یوناما په دې خبرپاڼه کې لیکلي "لکه څنګه چې د نړۍ نفوس مخ په زیاتېدو دی، نو د نفوس او د اقلیم بدلون او دوامدارې پراختیا ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې مهمې شوې دي. نو د ښځو او ځوانانو پر زدکړو، روغتیايي چوپړونو او اقتصادي فرصتونو پانګونه د پیاوړې ټولنې او راتلونکي لپاره ډېره مهمه ده." په یاد شمېر کې…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
ملګري ملتونه؛ د افغانستان نفوس به د ۲۰۲۶ تر پایه ۴۸ نیم میلیونو ته ورسېږي – BBC News پښتو
Sources
External sources
ملګري ملتونه؛ د افغانستان نفوس به د ۲۰۲۶ تر پایه ۴۸ نیم میلیونو ته ورسېږي – BBC News پښتو