Summary: د پنجشېر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د سلام مخابراتي شبکې یو نوی سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس عبدالحمید نوري باختر اژانس ته وویل، چې یاد سایټ د پریان ولسوالۍ په اریب کلي کې جوړ او فعال شوی دی.نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سایټ د جوړولو او فعالولو لګښت د افغان ټلیکام شرکت له لوري ورکړل شوی دی.د هغه په وینا، د یاد مخابراتي سایټ له فعالېدو سره به د پریان ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو کیفیت ښه او د مخابراتي پوښښ کچه پراخه شي.
اطلاعات کوتاه
مکانپنجشېر
موضوعPolitics
منابع1
بهروزرسانی2026-08-27 12:27:52
خط زمانی
-
Bakhtar
پنجشېر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو