افغانستانامنیتپښتو

د جبري ستنولو دوام؛ په چارسده او کوټه کې پولیسو ۱۳ افغانان نیولي… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-18 04:50:19🎙 راډیو واورئ

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د افغان کډوالو پر ضد د نیولو لړۍ لاهم په چټکۍ سره روانه ده. په چارسده او کوټه کې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ۱۳ افغانان نیول شوي دي. یوازې په چارسده کې د ځایي ادارې او پولیسو په ګډو عملیاتو کې ۶ افغان کډوال نیول شوي دي. سمیع سادات دغه څرګندونې د افغان او امریکايي سرتېرو په درېیمه غونډه کې وکړې. هغه وویل، متحدې جبهې د هغه پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه معلومات راټول کړي چې اوس له طالبانو سره همکاري کوي او د دوی د اوسېدو ځای، د کار ځای او د فعالیت له څرنګوالي څخه خبر دي. افغانستان انټرنشنل نه‌شي کولای چې د سادات هغه ادعا تایید کړي، چې ګواکې نوموړې جبهه د دغه کسانو معلومات لري. د متحدې جبهې مشر پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب وویل: «زه تاسو ته ۱۵ ورځې وخت درکوم، چې له دغه فاسد او مستبد طالب رژیم څخه ووځئ». هغه زیاته کړه، تر یادې مودې وروسته هغه کسان چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي؛ د دغه جبهې د عملیاتو مشروع هدف به وګرځي. سادات په ځانګړې توګه د پخوانیو پیلوټانو، مسلکي انجنیرانو، بریدملانو او تخنیکي پرسونل نومونه واخیستل او ویې ویل، چې دغه کسان اوس د طالبانو سیستمونه او تجهیزات اداره کوي. سادات په خپلو خبرو کې د دغه کسانو پر…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-18 04:50:19

مهالوېش

  1. AF International

    د جبري ستنولو دوام؛ په چارسده او کوټه کې پولیسو ۱۳ افغانان نیولي دي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-18 03:27:25

د جبري ستنولو دوام؛ په چارسده او کوټه کې پولیسو ۱۳ افغانان نیولي دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button