د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، رباب فاطمې، د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی دی. مېرمن فاطمې په خپل پیغام کې ویلي، د خبریالانو کار د خبرو اترو، سولې او ښې حکومتولۍ په پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري. هغې زیاته کړې، د هغو نارینه او ښځینه خبریالانو خوندیتوب او امنیت چې خپل ژوند یې د حقیقت موندنې او خپرولو ته وقف کړی، باید په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ټولو ګډ لومړیتوب وي. د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ هر کال د نومبر په دویمه نېټه نمانځل کېږي. ددې ورځې موخه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښونو او وژنو د مخنیوي او د دغو جرمونو د عاملینو د حساب ورکولو او عدالت غوښتنې لپاره د نړیوال پوهاوي لوړول دي. دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د خبریالانو خوندیتوب، د بیان ازادي او خلکو ته د کره معلوماتو رسول د یوې عادلانه او باخبره ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
رباب فاطمه: د افغان خبریالانو خوندیتوب باید ګډ لومړیتوب وي | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
رباب فاطمه: د افغان خبریالانو خوندیتوب باید ګډ لومړیتوب وي | آمو ټلویزیون