روسیې یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه… — AF International
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو او د طالبانو اداره دواړه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتونکي دي. هغه وایي، امریکا او اروپا په دې برخه کې خبرې اترې له پامه غورځوي. دغه راپور چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) خپور شوی زیاتوي، افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک تولیدول، د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت تر بندیز وروسته د تریاکو په تولید کې ۹۵ سلنه کمښت راغلی دی. راپور زیاتوي، چې د کوکنارو کښت لاندې ساحه په ۲۰۲۲کال کې له شاوخوا ۲۳۲زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵کال کې ۱۰زره او ۲۰۰ هکتارو ته راټیټه شوې ده او د تاریاکو تولید هم له ۶زره او ۲۰۰ ټنو څخه شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته راټیټ شوی دی. خو ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو شته زېرمې به د ۲۰۲۶کال تر پایه دوام وکړي. هېرویین نور د نشهیي توکو د بازار یوازیني واکمن توکي نهدي ملګري ملتونه وايي، د نړۍوالو نشهیي توکو په بازار کې د هېرویینو سل کلنه واکمني اوس له جدي ننګونې سره مخ شوې ده. د راپور له مخې؛ په یو وخت کې دوه مهم بدلونونه د نړۍ د اپیمو نشهیي توکو بازار بدلوي: په افغانستان کې د تریاکو د تولید سخت کمښت او د فینټانیل…
Sources
- AF International — 2026-06-26 07:21:46
روسیې یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه
Original link