Summary: د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په فرهنګي مرکز کې د هنري اثارو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون او سیالۍ کې د نقاشۍ، خطاطۍ، حکاکۍ، شبکېکارۍ، میناتورۍ او اسلامي تزئیناتو هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي. د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه نندارتون کې ۷۰ هنرمندانو ګډون کړی او تر ۱۰۰ ډېر هنري آثار نندارې ته ایښودل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې په نندارتون کې د بېلابېلو هنري برخو ارزښتناک اثار هم د هنر مینهوالو د لیدنې لپاره وړاندې شوي دي. د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د هنرمندانو او د هنري اثارو د لرونکو هڅونه او ملاتړ بللی او ویلي یې دي، چې دغه ریاست په پام کې لري، په راتلونکي کې ورته نندارتونونه په پراخه کچه جوړ کړي. په نندارتون کې ګډون کوونکو هنرمندانو د دغه پروګرام هرکلی کړی او د هنر د ملاتړ او ودې لپاره یې د دا ډول نندارتونونو او سیالیو جوړول مهم بللي دي. دوی د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه مننه کړې او د ورته پروګرامونو د لا ډېرو جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بامیان کې د هنري اثارو نندارتون جوړ شو