په سمنګان کې طالب چارواکو ویلي، د دغه ولایت د دره صوف پایین په ولسوالۍ کې د یوه نامعلوم داړونکي ځناور د برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۹ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي. د طالبانو په وینا، یاد ځناور له نیول کېدو وروسته وژل شوی دی. د طالبانو ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي هبت الله اخوندزاده د چارشنبې په ورځ په کندهار کې له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو سره د «اسلامي نظام» د استحکام او تقویې په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی. نوموړي په یاده غونډه کې د دین پر رسولو او د ناوړه دودونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. نوموړي زیاته کړې:« اوس د شریعت د عملي کېدو او د دین د خدمت لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی». د خبرپاڼې لهمخې، هبت الله دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې چې د یادې ډلې له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي، خلک له عبثو کارونو راوګرځوي، د زده کوونکو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي، د طالبانو فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوي او د هغو اهمیت ورته بیان کړي. هبت الله یوځل بیا د طالبانو ترمنځ پر باور، اطاعت او خدمت کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده:«نن په افغانستان کې الله پاک شرعي نظام راوستلی دی او د شرعي امیر بیعت، د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په سمنګان کې د یوه وحشي ځناور په برید کې ۱۹ کسان ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
په سمنګان کې د یوه وحشي ځناور په برید کې ۱۹ کسان ټپیان شوي