EnglishKabulPoliticsافغانستان

د لوړو زده کړو وزیر د کابل ولایت د علماوو شورا له مشرتابه… — Bakhtar

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-30 22:02:10🎙 Listen to radio

Summary: د لوړو زده کړو وزیر، شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د مشورې، همغږۍ او د وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو د شریکولو په موخه د کابل ولایت د علماوو شورا ته تللی او هلته يې د‌ دې شورا له مشرتابه او غړو سره کتلي دي. دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې نوموړي د یادې شورا له رئیس شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد، مرستیالانو او نورو غړو سره تفصیلي ناسته او خبرې اترې وکړې. د لوړو زده کړو وزیر د بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه د شورا له مسوولینو او غړو سره مشورې او نظرونه تبادله کړل او د لوړو زده کړو وزارت د روانو فعالیتونو، ترسره شویو اقداماتو او لاسته راوړنو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورسره شریک کړل. نوموړي د شورا غړو ته د همکارۍ او همغږۍ د دوام ډاډ هم ورکړ. ورته مهال د کابل ولایت د علماوو شورا مسوولینو او غړو د لوړو زده کړو وزیر له ورتګ او لیدنې څخه خوښي څرګنده کړې او د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره یې د رغنده مشورو، همکارۍ او همغږۍ د دوام ژمنه کړې ده. یاده ناسته د متقابل تفاهم، مشورې او د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-30 22:02:10

Timeline

  1. Bakhtar

    د لوړو زده کړو وزیر د کابل ولایت د علماوو شورا له مشرتابه او غړو سره وکتل

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-30 11:46:49

د لوړو زده کړو وزیر د کابل ولایت د علماوو شورا له مشرتابه او غړو سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button