افغانستانامنیتپښتو

انتونیو ګوترېش او امام‌علي رحمان د شانګهای غونډې په څنډه کې د افغانستان… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-31 17:52:25🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دوشنبې په ورځ د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان د رسمي «څارونکي غړي» په توګه پاتې شوی، خو واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته، افغانستان د دې سازمان په هېڅ کلنۍ سرمشریزه کې حضور نه لري. د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو د مشرانو اصلي ناسته به سبا، سې شنبه ترسره شي. د سرمشریزې په لومړۍ ورځ، غړي هېوادونه په ځانګړي ډول دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې ترسره کوي. په دې ناسته کې، د غړو هېوادونو مشران د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون، د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او بلاروس له مشرانو سره راټول شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په د دې غونډې له نورو ګډونوالو څخه دي. ترکیه د شانګهای د همکارۍ سازمان بشپړ غړی نه دی او په دې سازمان کې د خبرو اترو د شریک په توګه ځای لري. د دې غونډې په څنډه کې د هېوادونو د مشرانو ترمنځ…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-31 17:52:25

مهالوېش

  1. AF International

    انتونیو ګوترېش او امام‌علي رحمان د شانګهای غونډې په څنډه کې د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-31 17:41:16

انتونیو ګوترېش او امام‌علي رحمان د شانګهای غونډې په څنډه کې د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button