افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي د پراخېدو له امله شاوخوا یو میلیون ماشومان د مرګ له جدي خطر سره مخ دي. یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي، که د اړینو مرستو د برابرولو لپاره بېړني اقدامات ونه شي، افغانستان کې د … ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټول هېواد کې د تغذیې کړکېچ لا پسې ډېرېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' په وینا، په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان شدیده او حاده توګه خوارځواکي لري. د یونیسف د افغانستان د څانګې استازي تاجالدین اویوالې وویل، له دوی "یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ دي؛ دا د خوارځواکۍ تر ټولو سخته بڼه ده". هغه چې له کابله یې د جنیوا خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: "که درملنه ونه شي او موږ ژر اقدام ونه کړو، دغه یو میلیون ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي." افغانستان په تېرو څو لسیزو کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Af Now
افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي؛ یو میلیون ماشومان له جدي خطر سره مخ دي
-
Bbc
یونیسف: په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ دي – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي؛ یو میلیون ماشومان له جدي خطر سره مخ دي
یونیسف: په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ دي – BBC News پښتو