EnglishKabulافغانستانامنیت

غزه کې د اسراییلو هوايي برید ۱۱ فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-03 05:17:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د غزې ښار په لوېدیځ کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د اسراییلو په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور سخت ټپیان شوي دي. الجزیرې نن (شنبه) راپور ورکړی چې دغه برید د غزې ښار د «رېمال» سیمې پر «الاصاله» ودانۍ شوی دی. د راپور له مخې، رېمال د غزې ښار له ګڼ‌مېشتو سیمو څخه ده او زرګونه بې‌ځایه شوي فلسطینیان هم هلته په لنډمهالو کمپونو کې ژوند کوي. په راپور کې راغلي چې برید د شپې هغه مهال شوی چې خلک ویده وو او تر برید مخکې د سیمې اوسېدونکو ته د تخلیې کوم خبرداری نه و ورکړل شوی. سرچینه لیکي، له برید وروسته اور لګېدلی و چې د فلسطین ملکي دفاع ځواکونو شاوخوا یو ساعت وروسته مړ کړ. د راپور له مخې، د ژغورنې ډلې لا هم د ودانۍ په نړېدلو برخو کې د ورکو کسانو او جسدونو په لټه کې دي. د غزې «الشفا» روغتون ویلي، په هغو کسانو کې چې ژوند یې له لاسه ورکړی، څلور ښځې شاملې دي؛ د هغوی له ډلې یوه مشره عیسوۍ ښځه او لور یې هم دي او شپږ ټپیان د درملنې لپاره همدې روغتون ته انتقال شوي دي. دغه برید په داسې حال کې شوی چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د ۲۰۲۵…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-03 05:17:04

Timeline

  1. Pajhwok

    غزه کې د اسراییلو هوايي برید ۱۱ فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-03 09:43:47

غزه کې د اسراییلو هوايي برید ۱۱ فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button