په ازبکستان کې د غالۍ اوبدنې او پلور یو لوی مرکز ته هره ورځ د لیدنې او پېرودنې لپاره ډلې ډلې خلک ور روان وي. د دوی منځ کې ولسمشران، وزیران او د هنر د ډګر ستوري هم لیدل شوي. د غالیو د کاروبار دا خونه په ۱۹۹۰ کلونو کې د محمد عوض بادغیسي په نوم یو افغان، د ازبکستان په سمرقند کې جوړه کړې چې اوس یې میراث د هغه لور زینب بادغیسۍ پسې پالي. ښاغلی بادغیسی دلته له دې امله کډه شوی و چې هغه مهال کابل کې شوروي پلوی افغان حکومت پرځېدلی او د مجاهدینو ترمنځ خونړۍ کورنۍ جګړې روانې وې. که څه هم هغه له بدې ورځې له خپل هېواده وتلی و خو وروسته په ازبکستان کې د یوه داسې سوداګریز کار ځای څښتن شو چې هم په کې ډېرو افغانانو او د ازبکستان اوسېدونکو ته د کار لار جوړه شوه< ورسره یې د افغان غالیو د پلور لپاره د پام وړ درک هم ومونده. زینب بادغیسۍ وايي، "دا د منځنۍ اسیا په کچه تر ټولو لویه د غالۍ اوبدنې خونه ده، په ازبکستان کې هم یوازینۍ او لومړنۍ دا ډول قالین بافي ده. د غالۍ اوبدنې سرچینه له افغانستانه ده، نو دغه هنر دلته راوړل شوی ځکه خو د ټول پام ځان ته اړوي. همدا ده چې د افغانستان او ازبکستان د ښه کیفیت لروونکو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
د افغان غالۍ اوبدنې او پلور هغه خونه چې د پوتین او مکرون په ګډون د نړۍ مشران یې لیدو ته ورغلي – BBC News پښتو
منابع
External sources
د افغان غالۍ اوبدنې او پلور هغه خونه چې د پوتین او مکرون په ګډون د نړۍ مشران یې لیدو ته ورغلي – BBC News پښتو