EnglishHealthKabulافغانستان

په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو پر پوستې برید؛ ۹ پولیس وژل شوي او… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-30 05:12:44🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۸ زمری۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه نهه پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي. ډان ورځپاڼې د خیبرپښتونخوا د پولیسو د مشر ذوالفقار حمید له قوله لیکلي چې دغه برید د چهارشنبې په ماښام پر «خزینه بنده» پوستې شوی دی. د هغه په وینا، وسله‌والو لومړی پر پوستې برید وکړ او وروسته یې د پولیسو مرستندویه ځواکونه هم په کمین کې په نښه کړل چې له امله یې د پولیسو یو زغره‌وال موټر زیانمن شو. نوموړي ویلي، پولیسو د برید له شدت سره سره مقاومت وکړ او د نښتې پر مهال ۱۵ بریدکوونکي ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول. په راپور کې راغلي چې په دې نښته کې د پولیسو د آمر مرستیال دیار خان په ګډون نهه پولیس ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-30 05:12:44

Timeline

  1. Pajhwok

    په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو پر پوستې برید؛ ۹ پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-30 09:40:42

په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو پر پوستې برید؛ ۹ پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button