Politicsافغانستانپښتووردګ

د ازبکستان د دیني عالمانو پلاوي له مجاهد موزیم څخه لیدنه وکړه — Bakhtar

روان خبرPoliticsوردګ1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-05 17:52:09🎙 راډیو واورئ

Summary: د ازبکستان د مسلمانانو ادارې لومړي مرستیال شیخ حامد جان ایشمت بیکوف په مشرۍ د یاد هېواد د دیني عالمانو پلاوي، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د امام بخاري مرکز مسوول شیخ ابو منصور، د علومو اکاډمۍ مرستیال شیخ امیرجان ثاقب، د ژباړې رئیس شیخ عبدالحق مظهري او د علماوو او روحانیونو د چارو مسوول شیخ موسی‌جان غزنوي په ګډون، د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند له مجاهد موزیم څخه لیدنه وکړه. د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌الله مجاهد د پلاوي هرکلی وکړ او د موزیم د بېلابېلو برخو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. د ازبکستان د مسلمانانو ادارې لومړي مرستیال شیخ حامد جان ایشمت بیکوف وویل، چې افغانستان ته له سفر خوښ دی. نوموړي د مجاهد موزیم څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې افغانستان بډایه تاریخي شالید لري او د دغه ډول تاریخي اثارو ساتنه د هېواد د تاریخ پېژندنې لپاره ارزښت لري. ورته مهال، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د امام بخاري مرکز مسوول شیخ ابو منصور د مجاهد موزیم جوړول او د تاریخي اثارو ساتنه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې دا ډول موزیمونه د راتلونکو نسلونو لپاره د هېواد د تاریخي میراثونو د پېژندنې او ساتنې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د یادونې وړ ده، چې د پلاوي غړو وویل، تر دې دمه یې د جهادي اثارو په برخه کې داسې موزیم نه و لیدلی او مجاهد موزیم یې د افغانستان د جهادي تاریخ د اثارو د ساتنې په برخه کې بې‌ساری وباله.

لنډ معلومات

ځایوردګ
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-05 17:52:09

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ازبکستان د دیني عالمانو پلاوي له مجاهد موزیم څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-05 15:53:16

د ازبکستان د دیني عالمانو پلاوي له مجاهد موزیم څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button