Englishافغانستانامنیتغور

عبدالسلام حنفي: ګاونډیان دې خپل پرمختګ د افغانستان په تخریب کې نه لټوي — AF International

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-07-01 11:48:37🎙 Listen to radio

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې ګاونډيان دې خپل پرمختګ د افغانستان په تخریب کې نه لټوي. هغه زیاته کړه :«هغه هېوادونه چې مخکې یې دلته په جګړه کې پانګونه کوله اوس دې د کانونو، انرژۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي، چې دواړه خواوو ته یې ګټه ورسېږي». یادې شورا ویلي، د نړۍ د بشري ناورینونو لپاره مرستې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې او افغانستان د لومړي ځل لپاره د یادې ادارې د «هېر شويو نړۍوالو ناورینونو» په نوملړ کې شامل شوی دی. د ناروې د کډوالو شورا راپور «په ۲۰۲۶کال کې د ژوند ژغورونکو مرستو لپاره د بودجې اندېښمنوونکی کمښت» تر سرليک لاندې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۰مه) خپور شو. د راپور له مخې؛ افغانستان چې له کلونو راهيسې د بشري مرستو له سترو پروګرامونو څخه برخمن و، اوس د نړۍ له هغو بشري ناورینونو څخه شمېرل کېږي چې تر ټولو لږه بودجه ورته ځانګړې شوې ده. یادې ادارې ويلي، د امريکا د بشري مرستو بندښت چې تر ۲۰۲۴کال پورې يې افغانستان ته له ۴۰ سلنې زياتې مرستې تمويلولې؛ د بودجې په کمښت کې مهم رول لوبولی دی. اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۱.۹ مېليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا لري او په همدې موده کې مېليونونه افغان کډوال له ګاونډيو هېوادونو بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي. د ناروې د کډوالو…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-01 11:48:37

Timeline

  1. AF International

    عبدالسلام حنفي: ګاونډیان دې خپل پرمختګ د افغانستان په تخریب کې نه لټوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-01 09:31:35

عبدالسلام حنفي: ګاونډیان دې خپل پرمختګ د افغانستان په تخریب کې نه لټوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button