Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۴۶۰ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د زمري په ۱۴مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۳۷۲ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۷کورنۍ، د نیمرزو ولایت د ورېښمو له لارې ۶۶ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۵ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۴۴۱ کورنیو، سپین بولدک کې له ۱۸ کورنۍو، نیمروز کې له ۲ کورنیو، هرات کې له ۵ کورنیو او کابل کې له ۱۰ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۲۹۲ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۲۳۸ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.پرون همدرانګه ۱۱۶۳کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او په دې سره تر دې مهاله د وېشل شویو شوو نمرو مجموعي شمېر ۶۵ زره ۱۵۵ ته ورسېد. د یادونې وړ ده، چې راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۳۹۵ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو نږدي ۵۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
Sources
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو نږدي ۵۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي