د ټولګټو وزارت خبرتیا — Bakhtar
Summary: د ټیلري وسایطو پرمخ د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پیل کړې چې اوسمهال په بېلابېلو برخو کې جریان لري.دغه وزارت د یادې مهمې او ستراتیژیکې پروژې چارو د چټکتیا او غوره ترسره کېدو په موخه، د ټیلري وسایطو ټولو موټر چلوونکو او هېواد والو ته خبر ورکوي چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې د ۱۹مې نېټې (د جمعې ورځ) چې د ۱۴۴۸ هـ. ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۴مې نیټې سره سمون خوري؛ د سالنګونو لویه لار به د ټیلري وسایطو پرمخ تر بلې خبرتیا پورې وتړل شي. د ټیلري وسایطو له موټرچلوونکو څخه غوښتنه کېږي چې د یادې نېټې تر رارسېدو مخکې خپل بارونه دواړو لورو ته انتقال کړي. له یادې نېټې وروسته دې د سالنګونو لویې لارې له مسیر څخه له تګ راتګ په کلکه ډډه وکړي، څو د بیارغونې په ساحو کې د تطبیق کوونکو شرکتونو او کاري ټیمونو د فعالیتونو د خنډ سبب نه شي. د یادونې وړ ده، چې له ټیلري وسایطو پرته، نور باروړونکي او مسافروړونکي وسایط کولای شي د ترافیکي اصولو او د سالنګونو د مسئولینو د لارښوونو سره سم؛ په عادي ډول پر یاده لویه لار تګ راتګ وکړي.د ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو او موټرچلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د روان کال لپاره د سالنګونو پر لویه لار د پلان شویو چارو تر بشپړېدو پورې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او له اړوندو مسئولینو سره همکاري وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ټولګټو وزارت خبرتیا