Summary: د زابل ولایت په مرکز قلات ښار اړوند په باکورزو کلي کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي حکمتالله رهبر باختر اژانس ته ویلي، چې دغه استنادي دېوال ٨٢٠ متره اوږدوالی ۲ متره سور او ۳ متره لوړوالی لري، چې چارې به یې د ۱۰ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.نوموړي زیاته کړې چې د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او استوګنیز کورونه به د سېلابونو له خطر څخه وژغورل شي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښ او له دولت څخه یې د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
زابل کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
زابل کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې