د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان ایالت کې یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د تېرو پنځو ورځو پر مهال لږ تر لږه ۲۴ وسلهوال وژلي دي. د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وژل شوي وسلهوال له هند او هغې ډلې سره تړاو درلود چې اسلاماباد یې «فتنه الهند» بولي. پاکستاني چارواکي دغه نوم د بلوڅ ازاديغوښتونکي پوځ لپاره کاروي.د خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات د بلوچستان ایالت په نوشکي، سیوي، پنجګور او کچ ولسوالیو کې ترسره شوي دي. پوځ ویلي، یوازې په نوشکي کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال اته وسلهوال وژل شوي دي.د پاکستان پوځ ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسلهوالو یوه پټنځای هم له منځه وړی او د هغوی د پام وړ اندازه وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.د یادونې وړ ده چې بلوچستان او خیبر پښتونخوا د پاکستان له ناامنو ایالتونو څخه دي، چې په وروستیو میاشتو کې پکې د وسلهوالو بریدونه او د پاکستاني پوځ ضدترهګریز عملیات زیات شوي دي.پاکستاني چارواکي په بلوچستان کې د وسلهوالو فعالیتونه د هند له ملاتړ سره تړي، خو د دغو ادعاوو په اړه په خبرپاڼه کې خپلواکې شواهد نه دي وړاندې شوي. د ترکمنستان چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټاپي ګاز نللیکې د هرات برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۲۴ کال…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۲۴ وسلهوالو د وژلو ادعا کړې
Sources
Afghan sources
د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۲۴ وسلهوالو د وژلو ادعا کړې