AfghanistanKabulSports

شهزاده صافی، ورزشکار افغان، در مسابقات ووشو سازمان شانگهای مدال نقره به دست آورد

DevelopingSportsKabul1 sourcesUpdated 2026-06-28 13:02:46

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): افغان لوبغاړي شهزاده صافي د شانګهای سازمان د ووشو په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه او د سرو زرو مډال د ترلاسه کولو لپاره له چینایي سیال سره لوبه کوي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شهزاده صافي د شانګهای سازمان په اسیایي سیالیو کې د ۵۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې قزاقستاني او هانګ‌کانګي سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې په خپل نوم کړ. سرچینه زیاتوي چې صافي به د سرو زرو مډال د ترلاسه کولو لپاره نن له چینایي سیال سره لوبه وکړي. د شانګهای د همکارۍ سازمان د ووشو سیالۍ د جون په ۲۶مه د چین په کوربه‌توب، د ۱۸ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون پیل شوې او د جون تر ۲۹مې به دوام ولري. افغانستان په دغو سیالیو کې د شپږو ورزشکارانو په ګډون برخه اخیستې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Last update2026-06-28 13:02:46

Timeline

  1. Pajhwok

    افغان لوبغاړي شهزاده صافي د شانګهای سازمان په ووشو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-28 09:24:40

افغان لوبغاړي شهزاده صافي د شانګهای سازمان په ووشو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button