DevelopmentKabulافغانستان

ازبکستان: افغانستان سره د کرېکټ لوبه کول “ویاړ، درس او لویه هڅونه” ده… — Bbc

DevelopingDevelopmentKabul1 sourcesUpdated 2026-06-27 22:02:09

د عکس سرچینه، Uzbekistan Cricket Federation د شپږیزې سیالۍ د جولای له لومړۍ تر ۱۴مې نېټې په لومړي ځل له کابله بهر د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې کېږي. د ازبکستان له ملي لوبډلې سره هم د افغانستان د یوولس کسیزه لوبډلې لوبه د شپږیزې سیالیو منځ کې همدلته خوست کې پلان ده. ازبکستان د کرېکټ ډېره پیاوړې او پرمختللې لوبډله او د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) بشپړ غړیتوب نه لري خو په ټوله کې دا بې سارې ده چې د کرېکټ کومه بهرنۍ ملي لوبډله به د افغانستان کوم ولایت کې ولوبېږي. بله خوا افغانستان د شل اوریزو یوه پیاوړې لوبډله بلل کېږي خو د سیاسي بې ثبانۍ، ناامنیو او سمو زېربناوو او لوبغالو نشتون له کبله یې په کور د ننه د کومې نړیوالې کرېکټ لوبډلې کوربتوب نه دی کړی، بلکې له نورو هېوادونو سره په خپل کوربتوب لوبې ډېر کله په متحده عرب اماراتو او ځینې وخت هند کې کوي. په دې لوبې له هوکړې وروسته د ازبکستان د کرېکټ فدراسیون د افغانستان سره لوبه کول "لوی ویاړ، لوی درس، او د لوبغاړو لپاره لویه هڅونه" بللې ده. ازبکستان ویلي دغې لوبې ته یوازې د سیالۍ په سترګه نه ګوري، بلکې په وینا یې "دا د دوستۍ، ورورلۍ او د کابل-تاشکند تر منځ د داسې ورزشي اړیکو او پله" جوړولو هڅه ده چې…

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Last update2026-06-27 22:02:09

Timeline

  1. Bbc

    ازبکستان: افغانستان سره د کرېکټ لوبه کول "ویاړ، درس او لویه هڅونه" ده – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-06-27 15:00:25

ازبکستان: افغانستان سره د کرېکټ لوبه کول "ویاړ، درس او لویه هڅونه" ده – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button