د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ایرلنډ له کرکټ بورډ نه غوښتي چې د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله هم ور وغواړي او د ای سي سي له خوا د رسمیت پېژندنی ملاتړ یې وکړي. د طالبانو یاد ریاست د ګرځندوی امر حافظ محمد قاسم اخوندزاده وایي چې دغه کمېټه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په مشرۍ په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازو، د ترانسپورټ ریاست، د عامې روغتیا ریاست، د اسلام کلا کمېسارۍ، د امنیه قوماندانۍ، د پاسپورټ امریت، د استخباراتو ادارې او د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شوې ده. د هغه په وینا، د کمېټې غړو د اسلام کلا له پولې او د تګ راتګ له لارې لیدنه کړې، څو د لارې وضعیت وارزوي، شته امکانات وڅېړي او زیارت کونکو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره لازم اقدامات وکړي. اخوندزاده وایي، اټکل کېږي چې سږ کال به تر ۱۵ زرو پورې زیارت کونکې د اسلام کلا پولې له لارې عراق ته ولاړ شي، څو د کربلا په ښار کې د امام حسین د څلوېښتي په مراسمو کې ګډون وکړي. د هرات د ترانسپورټ ریاست د زیارت کونکو د لېږد لپاره له دریو ترانسپورتي شرکتونو سره د قراردادونو خبر ور کړی دی. د سفري شرکتونو د مسوولانو په وینا، که څه هم د عراق…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ریچارډ بېنېټ د ایرلنډ له کرکټ بورډ نه د افغان ښځو د کرکټ لوبډلې د ملاتړ غوښتنه کړې
Sources
Afghan sources
ریچارډ بېنېټ د ایرلنډ له کرکټ بورډ نه د افغان ښځو د کرکټ لوبډلې د ملاتړ غوښتنه کړې