Englishافغانستانامنیتننګرهار

د اړمنو لاسنیوي او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت… — Bakhtar

DevelopingSecurityننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-09-05 13:32:37🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد، نن (حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې برنامې) په شپږم خبري کنفرانس کې؛ د اړمنو لاسنیوي او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د يو شمېر امارتي ادارو د تېر يوه کال لاسته راوړنې شريکې کړې. په دغو امارتي ادارو کې د شهیدانو او معلولینو چارو، کار او ټولنیزو چارو، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونه، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ اداره او د افغاني سرې میاشتې ټولنه شامله ده.د افغانستان اسلامي امارت وياند وویل: "په ۱۴۴۷ھ‌‌ق کال کې د هېواد په کچه، ۶۸۰ زره ۵۸۳ يتيمان، کونډې او معلولین د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له لوري ثبت شوي او د حکومت له خوا د بانکي سیسټم له لارې، پر ۶۵۰ زره يتيمانو، کونډو او معلولينو ۱۲ ميليارده ۶۰۰ ميليونه افغانۍ د مرستې په ډول وېشل شوې دي. په همدې موده کې د خیریه بنسټونو او مؤسسو له لوري هم د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، پر شاوخوا ۱۰۰ مستحقو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشل شوې دي."د مجاهد په وینا، په ۱۴۴۷ھ‌ق کال کې ټولټال ۱۰ زره ۹۳۰ يتيم او بې سرپرسته ماشومان، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او همکارو مؤسسو تر ملاتړ لاندې راغلي چې له دې جملې څخه ۵ زره ۵۴۸ ماشومان په امارتي روزنتونونو کې تر ساتنې او پالنې لاندې دي. په ياده موده کې همدا رنګه له خطر سره مخ ۱۳ زره ۷۷۴ ماشومانو قضيو ته رسېدنه شوې ده؛ ۷ زره ۲۶۰ هغه ماشومان چې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ وو؛ د انساني قاچاق قربانیان له پولې راستانه شوي او یا هم د مرکز او ولایتونو په اصلاحي مرکزونو کې تر ساتنې لاندې وو؛ بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای په ټولنه کې مدغم شوي دي؛ ۱۵۹۹ سوالګر ماشومان ثبت او تر ملاتړ لاندې نیول شوي؛ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ۱۴ زره ۳۱۱ ماشومانو ته په وړکتونونو کې اسانتیاوې برابرې شوې او د ۴۲ همکارو مؤسسو په همغږۍ، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې څه باندې ۳۵۱ زره بې سرپرستو او بېوزلو کورنیو ته خوراکي توکي، څه باندې ۲۳۷ زره اړمنو کسانو ته نغدي مرسته او شاوخوا ۵۲ زره اړو کورنیو ته غیرخوراکي توکي وېشل شوي دي.د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه: "تېر کال له پاکستان، ايران او ترکيې څخه ۴۱۹ زره ۷۵ کورنۍ چې يو ميليون ۹۹۷ زره ۴۷۱ تنه کېږي؛ افغانستان ته راستانه شوي دي. د يادو کورنيو له جملې څخه ۲۱۷ زره ۹۲۴ کورنۍ له پاکستان، ۲۰۰ زره ۹۲۱ کورنۍ له ايران او ۲۳۰ کورنۍ هم له ترکیې څخه هېواد ته راستنې شوې دي."د مجاهد د معلوماتو له مخې؛ د اقتصاد وزارت له لوري په ۱۴۴۷ھ‌ق کال کې، له پاکستان او ايران څخه د ايستل شويو کډوالو د ملاتړ په موخه؛ له کورنيو او بهرنيو بنسټونو څخه د څه باندې ۲۱ ميليونه ۹۹۵ زره امريکايي ډالرو او څه باندې ۴۸ ميليونه افغانیو په ارزښت مرستې راټولې شوې دي. د کونړ، سمنګانو، بلخ او ننګرهار د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو لپاره، له ۲۳ میلیونه ۲۹۷ زره امریکايي ډالرو او ۹۳ میلیونه ۲۲۷ زره افغانیو څخه زیاتې مرستې او د داخلي بې ځایه شویو د ملاتړ په خاطر هم د څه باندې ۹۸ زره امریکايي ډالر مرستې راټولې شوې دي.د اسلامي امارت ویاند، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې مهمو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل: "په ۱۴۴۷ ھ‌ق کال کې، د قدرتي پېښو له امله څه باندې ۶۷۲ زره کورنيو ته د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې او همدا رنګه ۳۹۸ زره ۴۵۴ زيانمنو شويو کورنيو ته د حکومت او مرستندويو بنسټونو له خوا يو ميليارده ۹۹۰ ميليونه ۵۸۲ زره ۹۴۸ افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوې دي. په دې موده کې د قدرتي پېښو د زیانمنو شویو د بیا مېشتېدو لپاره ۴ زره ۳۵۳ کورونه جوړ او بیارغول شوي دي. د قدرتي پېښو د خطرونو راکمولو او د هستوګنیزو سیمو، کرنیزو ځمکو، لارو او عامه تاسیساتو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتو سازمان او همکارو مؤسسو په همکارۍ ۲۷۸ محافظتي او وقایوي پروژې پلې شوې دي؛ څه باندې ۱۰۸ مربع متره په ماین ککړه سیمه پاکه شوې ده؛ ۲ میلیونه ۳۵۷ زره ۵۹۳ کسانو ته د ماینونو او ناچاوده مهماتو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی او له همکارو مؤسسو سره د پېښو مدیریت او ماین پاکۍ په برخه کې، د ۸۰ میلیونه ۴۶۷ زره ۸۹۸ امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۳۳ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي."ذبيح الله مجاهد، د خپلو خبرو په دوام وویل: "د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري په ۱۴۴۷ ھ‌ق کال کې، د طبيعي او غير طبيعي پېښو له امله؛ ۳۸۲ زره ۵۶۱ زيانمنو شويو ته خوراکي او غيرخوراکي توکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي. له ۳۲ زره ۵۵۷ سوالګرو او ۶ زره ۷۸۹ بې سرپرستو او اړمنو کورنیو سره هم نغدي مرسته شوې ده. په ياده موده کې همدا رنګه په سوري زړه ناروغۍ اخته ۲۰۴ ماشومان د درملنې په موخه کورنيو او بهرنيو روغتونونو ته پېژندل شوي او په سختې سوځېدنې د ۲۱۷ اخته ماشومانو درملنه شوې ده او ۷۵ تنه نور یې د درملنې لپاره المان ته استول شوي دي."د افغانستان اسلامي امارت د ویاند د معلوماتو پر بنسټ؛ د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د محتسبيو له لوري په ۱۴۴۷ ھ‌ق کال کې؛ د هېواد په کچه په رواني ناروغۍ اخته ۱۲ زره ۵۱۰ اخته کسان راټول شوي او د څارنې او درملنې په موخه، افغاني سرې مياشتې ټولنې ته معرفي شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۴۷ھ‌ق کال په ترڅ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري هم د ژمي په موسم کې د راستنېدونکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه؛ ۵۰ زره راستنېدونکو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې وېشل شوې دي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-05 13:32:37

Timeline

  1. Bakhtar

    د اړمنو لاسنیوي او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د تېر کال لاسته راوړنې شريکې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-05 10:50:35

د اړمنو لاسنیوي او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت د تېر کال لاسته راوړنې شريکې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button