افغانستانامنیتبدخشاندری

تېره اونۍ؛ یوازې په پېښور کې تر ۶۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي… — AF International

در حال تکمیلSecurityبدخشان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-17 13:11:27🎙 رادیو را بشنوید

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، بریدګرو د ولسوالۍ پر ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو پر دفتر ولکه ټینګه کړه او خپل بېرغ یې هم د ولسوالۍ پر ودانۍ پورته کړ. د سرچینو په وینا؛ بریدګرو له سیمې تر وتلو مخکې طالبان بې‌وسلې کړل او پوځي تجهیزات، وسلې، مهمات او دولتي موټړونه یې له ځان سره یوړل. ځايي اوسېدونکي وایي، مخالفو وسله‌والو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ بشپړ واک په لاس کې لاره. د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ برید د جمعې ورځې د سهار په لومړیو ساعتونو کې هغه مهال پیل شو، چې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ وسله‌والو د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ او له لنډې نښتې وروسته یې واک ترلاسه کړ. ځینې سرچینې ادعا کوي، چې بریدګرو د طالبانو یوشمېر غړي هم له ځان سره وړي؛ خو افغانستان انټرنشنل تر دې دمه نه‌دی توانېدلی دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي. لاتر اوسه د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه‌دي خپاره شوي. ځايي سرچینې وایي، «د وطن سرتېرو جبهې» په نوم یوې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی. تر برید وروسته طالبانو د بدخشان له مرکز فیض‌اباد ښار څخه یفتل پایین ولسوالۍ ته نور ځواکونه استولي.د سرچینو په وینا؛ د طالبانو چورلکې هم د ولسوالۍ پر فضا ګزمه کوي او په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. یفتل…

اطلاعات کوتاه

مکانبدخشان
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-17 13:11:27

خط زمانی

  1. AF International

    تېره اونۍ؛ یوازې په پېښور کې تر ۶۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-17 08:44:35

تېره اونۍ؛ یوازې په پېښور کې تر ۶۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button