Summary: د پنجشېر ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د ۴۵ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي چې اسلامي امارت بنسټیزو او پراختیایي پروژو ته ځانګړې پاملرنه لري او د دغه ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ورته پراختیایي پروژو شاهدان دي.د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي محمد فهیم موحد ویلي، چې دغه پروژه د ټولګټو وزارت له پراختیايي بودېجې څخه د شتل ولسوالۍ له دالان سنګ سیمې څخه تر مرکز بازارک اړوند دوابي سیمې پورې پلي کېږي.نوموړي زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د یادې لویې لارې بیارغول د ګبیوني دېوالونو جوړولو ترڅنګ د پلچکونو او ویالو جوړول هم پکې شامل دي.د یادونې وړ ده، چې د یادې لویې لارې په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو او په ځانګړي ډول موټر چلوونکو ته به د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د پنجشېر لویې لارې د بیارغولو چارې پیل شوې