Englishافغانستانامنیتغور

د ټرمپ حکومت په ټوله نړۍ کې د امریکا د ویزو لپاره د… — AF International

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-08-26 05:26:03🎙 Listen to radio

د ټرمپ حکومت د خپلې کډوالۍ پالیسۍ د لا سختولو پر دوام په ټوله نړۍ کې د امریکا په سفارتونو او کونسلګریو کې د ویزو لپاره د مرکې وختونه په لنډمهالي ډول درولي او یا یې هم مهالوېش بدل کړی دی. هغه ویلي، د ۱۹۹۰مې لسیزې تجربې وښوده چې د افغانستان د بدلونونو له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته څومره زیان رسولی شي. ښاغلي کراکر دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د «دیموکراسۍ لپاره د ملي بنسټ» په یوه غونډه کې کړې دي. د امریکا پخواني سفیر ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان بدلونونه یوازې د دغه هېواد کورنۍ موضوع نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ له امنیت سره هم نېغه اړیکه لري. هغه ویلي: «موږ ولیدل چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې افغانستان ته زموږ نه پاملرنې زموږ ملي امنیت ته څومره زیان ورساوه. هیله او دعا کوم چې دا کار بیا تکرار نه شي.» کراکر زیاته کړې چې له افغانستان سره اړیکو ته دوام ورکول او له هغو افغانانو ملاتړ کول مهم دي چې د بشري حقونو، زده‌کړو، خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې په برخو کې کار کوي. کراکر په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو پر کړنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دې ډلې هڅه کړې افغانستان بېرته «د تیارې پېر» ته یوسي. دغه پخواني امریکایي ډیپلومات ویلي چې تر محدودیتونو…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-26 05:26:03

Timeline

  1. AF International

    د ټرمپ حکومت په ټوله نړۍ کې د امریکا د ویزو لپاره د مرکې وختونه په لنډمهالي ډول وځنډول

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-26 03:58:04

د ټرمپ حکومت په ټوله نړۍ کې د امریکا د ویزو لپاره د مرکې وختونه په لنډمهالي ډول وځنډول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button