د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې له طالبانو سره د پړاو په پړاو تعامل نقشه وڅېړله. له طالب چارواکو سره د مخامخ خبرو اترو تنظیمول، د دغه سازمان د پرېکړهلیکونو تعقیبول، د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت ارزونه د دې نقشې مهم ټکي دي. په دې غونډه کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین هم د اجنډا یوه برخه ده. د غونډې د اجنډا له مخې، د دوشنبې په ورځ د لړم په دویمه نېټه، اصلي پروګرام به د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر په وینا پیل شي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې ځانګړې استازې پریمیلا پتن، د سویلي افریقا حقوقپوهه او د روان کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوي پیلای او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د «د افغانستان لپاره د ښځو» سازمان د مدیره پلاوي مشره فوزیه کوفي، هم په دې غونډه کې ویناوې کوي. د غونډې د لومړۍ ورځې پروګرام د «افغان ښځو د سولې کړیو» ته ځانګړی شوی دی. په دې برخه کې به د افغان ښځو د سازمانونو استازې د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو او د سولې، عدالت او حساب ورکونې په بهیرونو کې د ښځو د ونډې د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د پړاو په پړاو تعامل نقشه وڅېړله
Sources
Afghan sources
د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د پړاو په پړاو تعامل نقشه وڅېړله