Healthافغانستانپښتوهرات

ځانګړی راپور: د هرات په خصوصي کلینیکونو کې د پښتورګو پلورل | آمو… — Amu TV

روان خبرHealthهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-24 12:12:30🎙 راډیو واورئ

امو ټلوېزیون په یوه ځانګړي راپور کې د هرات په ولایت کې د پښتورګو (ګردو) د پلورلو څرنګوالی انځور کړی دی. په دغه راپور کې له دوو هغو مېرمنو سره مرکې شوې دي چې د خپلو پښتورګو پلورل د ژوند د دوام لپاره یوازینۍ لاره ګڼي. د امو موندنې ښيي چې د پښتورګو په پلورلو کې د ځینو مطرحو خصوصي کلینیکونو مسؤلین او ډاکټران هم لاس لري. فاطمه، د هرات اوسېدونکې وایي چې مېړه یې ناچاره کړه ترڅو خپله یوه ګرده وپلوري. دا چې اوس په مطلقې بې‌وزلۍ او نادارۍ کې ژوند تېروي، وایي د سختو درنو کارونو په کولو سره خپلو ماشومانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو هڅه کوي. فاطمه وایي چې په یوه ګرده یې ژوند په سختۍ تېرېږي. نوموړې وایي: «زما یوه ګرده مېړه وپلورله، خپله ګرده یې هم وپلورله؛ اوس زما دا پاتې ګرده هم کار نه کوي، خو مېړه مې ناچاره کړم چې ګرده مې وپلورم. دا مهال له بېلابېلو مالي او روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان یم.» عارفه چې د هرات ښار په اتمه ناحیه کې ژوند کوي، وایي چې د شدیدې بې‌وزلۍ له امله یې تر دې دمه څو ځلې قصد کړی چې خپله ګرده وپلوري. دا ټینګار کوي چې د خپلو ماشومانو د وږې پاتې کېدو د مخنیوي او د پورونو ورکولو لپاره ناچاره ده خپله یوه ګرده وپلوري. عارفه…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-24 12:12:30

مهالوېش

  1. Amu TV

    ځانګړی راپور: د هرات په خصوصي کلینیکونو کې د پښتورګو پلورل | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-24 09:51:22

ځانګړی راپور: د هرات په خصوصي کلینیکونو کې د پښتورګو پلورل | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button