افغانستانامنیتبدخشانپښتو

بدخشان کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د رغولو… — Bakhtar

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-06 12:17:12🎙 راډیو واورئ

Summary: د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار اړوند د اوومې ناحیې په باغشاه سیمې کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي ولي الله الهي د یاد پل د بنسټ د جوړېدو په مراسمو کې وویل چې د یاد دغه پل په جوړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره بریده حل شي.نوموړي زیاته کړې، دغه پل ۱۲ متره اوږدوالی او ۴ متره پلنوالی لري، چې چارې به یې د یوه پانګه وال په مالي ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو په لګښت په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي وویل، د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د بدخشان پانګه ‌والو، په ځانګړې توګه د فیض اباد ښار په بیارغونه کې د خپلو شخصي لګښتونو له لارې لسګونه رغنیزې پروژې پلې کړې دي.د یادونې وړ ده چې په ژمي کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخه وو خو د یاد پل په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ډېری ستونزې هوارې شي.

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-06 12:17:12

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بدخشان کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د رغولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-06 10:49:07

بدخشان کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د رغولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button