افغانستانامنیتبدخشانپښتو

د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي د بدخشان له سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه — Bakhtar

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-05 05:48:06🎙 راډیو واورئ

Summary: د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي له سرحدي سیمو څخه د څارنې په موخه د بدخشان ولایت د زیباک او کران او منجان ولسوالیو او د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ له ځینو سیمو لیدنه وکړه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه پلاوي د استخباراتو لوی ریاست استازي مولوي سید یاسین اغا، د کورنیو چارو وزارت استازي حاجي انوري او د ملي دفاع وزارت استازي حاجي عبدالجبار په ګډون، د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي دوست‌محمد عبیده په ملتیا له یادو سیمو څخه لیدنه کړې ده.د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې یاد پلاوي د سرحدي سیمو او حساسو نقطو د وضعیت ارزونې ترڅنګ، د زیباک او کران او منجان ولسوالیو له امنیه قوماندانيو او په اړوندو مسیرونو کې له یو شمېر امنیتي پوستو څخه هم لیدنه کړې ده.نوموړي زیاته کړې، چې یاد پلاوي د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د امنیتي چارو د مرستیال او د تخار ولایت د یو شمېر امنیتي مسوولینو په ملتیا د ورسج ولسوالۍ له مهمو سیمو څخه هم لیدنه کړې او د دغو سیمو امنیتي او جغرافیایي وضعیت یې ارزولی دی.د نوموړي په وینا، دغه سفر د امنیتي، دفاعي او استخباراتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د سرحدي سیمو د وضعیت ارزونې، د امنیتي ځواکونو د اړتیاوو د معلومولو او د لرې پرتو او سرحدي سیمو د امنیت د لا ټینګښت په موخه ترسره شوی دی.

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-05 05:48:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي د بدخشان له سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-05 04:26:20

د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي د بدخشان له سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button