Kabulافغانستانامنیتدری

د ټرمپ ادارې له سترې محکمې د مکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-22 04:32:01🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) ـ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې له مکسیکو سره د پولې په اوږدو کې د ټکزاس ایالت په «بیګ‌بېنډ» سیمه کې د سرحدي دېوال جوړولو د بیا پیل اجازه ورکړي. د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا عدلیې وزارت تېره ورځ (د اکټوبر ۲۱مه) سترې محکمې ته بېړنۍ غوښتنه وړاندې کړې او د یوه فدرالي قاضي د هغه حکم د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې چې د حقوقي دعوې تر څېړلو پورې یې د دغه دېوال د جوړولو چارې درولې دي. د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت پلان لري چې د بیګ‌بېنډ ملي پارک د ننه او شاوخوا د موټرو د تګ راتګ مخنیوي خنډونه، د ګزمې سړکونه، د روښانتیا سیستمونه او د څارنې او پېژندنې تجهیزات نصب کړي. دغه پروژه چې لګښت یې ۱.۷ میلیارد ډالر ښودل شوی، د چاپېریال ساتنې د ډلو او یو شمېر ځايي اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شوې ده. الجزیرې لیکلي چې د دغې پروژې مخالفان وایي، د دېوال جوړول د سیمې طبیعي منظرو، وحشي ژوو او تاریخي اثارو ته زیان رسولای شي. د راپور له مخې، د بیولوژیکي تنوع مرکز او یو تن چې د بیګ‌بېنډ په سیمه کې د سیند پر اوږدو کې سیلانیانو ته لارښوونه کوي، د دغې قضیې له شکایت‌کوونکو دي او د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-22 04:32:01

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د ټرمپ ادارې له سترې محکمې د مکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو اجازه وغوښته

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 08:56:55

د ټرمپ ادارې له سترې محکمې د مکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو اجازه وغوښته

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button