Economyافغانستانپښتو

روسيه کې د افغانستان سفير د «شمالي قفقاز د خبرو اترو، دودونو او… — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-03 17:37:04🎙 راډیو واورئ

Summary: په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي ګل حسن حسن د «شمالي قفقاز د خبرو اترو، دودونو او پرمختګ لپاره فضا» په نړیوال فورم کې ګډون او وینا وکړه. ياد سفارت په خپله اکس پاڼه ليکلي، چې ښاغلي سفير په خپله وینا کې د افغانستان او سیمې ترمنځ د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او ګډ پرمختګ پر اهمیت ټینګار وکړ. سرچينې زياته کړې، چې نوموړي همدارنګه د فورم په څنډه کې د ستاوروپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسوویچ دورونین سره وکتل او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. افغان سفير همداراز له یوشمېر افغان سوداګرو او د افغان ټولنې له مشرانو سره هم کتلي، د هغوی ستونزې او وړانديزونه یې اورېدلي او د سفارت له لوري يې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 17:37:04

مهالوېش

  1. Bakhtar

    روسيه کې د افغانستان سفير د «شمالي قفقاز د خبرو اترو، دودونو او پرمختګ لپاره فضا» نړيوال فورم کې وينا وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-03 15:47:10

روسيه کې د افغانستان سفير د «شمالي قفقاز د خبرو اترو، دودونو او پرمختګ لپاره فضا» نړيوال فورم کې وينا وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button