کرېکټ بورډ: افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې شپږم… — AF International
د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې ورځې په ناوخته (د لړم ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان اتلانو په تېرو څو کلونو کې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي او په پرله پسې سیالیو او لوبلړیو کې یې د بریاوو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره دغه ستر مقام خپل کړی دی. کرېکټ بورډ زیاته کړې: «افغان لوبډله تل هڅه کوي چې لا غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي، سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي او په نړیوالو درجه بندیو کې لا لوړ مقامونه خپل کړي». د کرېکټ بورډ په وینا، له دې سربېره د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان)، ایمرجېنګ او له نوولس کلنو کم عمره لوبډلو هم په پرله پسې ډول بریاوې ترلاسه کړي او پهخپلو ډګرونو کې یې د افغانستان غوره استازولي کړې ده.د یادونې وړ ده، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یوازې همدا تېره اونۍ له زېمبابوې او بنګلهدېش څخه درې اړخیزه او همداراز له زېمبابوې څخه په پرلپسې ډول په بېلابېلو فورمونو کې لوبلړۍ وګټلې. د کرېکټ د معلوماتو وېبپاڼې «کرکانفو» د راپور له مخې، د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي حنان سرکار ویلي، چې دوی د سیالیو پر مهال د امپایرانو هغه پرېکړې ثبت کړي چې په باور یې ناسمې وې او د لوبډلمشر په راپور کې یې یادونه کړې ده….
Quick facts
Timeline
-
AF International
کرېکټ بورډ: افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې شپږم مقام ته پورته شوه
Sources
Afghan sources
کرېکټ بورډ: افغان لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې شپږم مقام ته پورته شوه