AfghanistanHealthبلخ

ملګري ملتونه: افغانستان ته د نږدي ۱۷۰زره زده‌کوونکو لپاره د مغذي بسکېټونو مرسته… — AF International

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبر ورکړی، چې له تړلو پولو، سختو او لانجمنو ترانزیټي لارو تېرېدو وروسته یې افغانستان ته د مغذي او غني شوو بسکېټونو یوه لویه جوپه مرسته رسولې ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې ښځې او نجونې له طبي زده‌کړو محرومې کړې دي. یادې پرېکړې په کور دننه او نړۍواله کچه پراخ غبرګونونو له ځان سره لرلي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو او د یونېسف د ارزونو له مخې؛ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز له امله هر کال د افغانستان اقتصاد شاوخوا ۸۴ مېلیون ډالره زیان ویني. همدارنګه د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په وینا؛ که دغه وضعیت همداسې دوام ومومي؛ نو تر ۲۰۳۰کال پورې به په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو شمېر ۲۵زرو ته راکم شي.د هغوی په باور؛ دا به د مېندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت نور هم کړکېچن او د مړینې کچه لوړه کړي. بلخوا د روغتیايي چارو کارپوهان او نیوکه کوونکي وایي، د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه او له پوهنتونونو او دولسمو ټولګیو څخه د هغوی د فراغت مخنیوی به په نږدې راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو او متخصصو د کمښت له امله یو جدي انساني او روغتیايي ناورین…

Sources

  • AF International2026-06-26 09:26:31
    ملګري ملتونه: افغانستان ته د نږدي ۱۷۰زره زده‌کوونکو لپاره د مغذي بسکېټونو مرسته رسېدلې
    Original link

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button